Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 197 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 197 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَا أَنْفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ 197
ترجمه:
او هغه خلق چې تاسو يې له هغه (الله) نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه د خپلو ځانونو سره مدد كولى شي الاعراف ۷:۱۹۷
تفسیر:
او هغه چې تاسو یې رابولئ -ای مشرکانو- لدې بتانو څخه؛ ستاسو هیڅ مرسته او مدد نشي کولی، او نه د خپل ځان سره د مرستې کولو توان لري، پس دوی عاجزان دي، نو تاسو څنګه دوی پرته له الله تعالی څخه رابولئ؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 196 راتلونکې الاعراف • آیت 198