Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 199 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 199 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ 199
ترجمه:
ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو عادت راخپل كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه الاعراف ۷:۱۹۹
تفسیر:
قبول کړه -ای پیغمبره- د خلکو نه هغه څه چې د هغوی ځانونه پرې خوشحالیږي، او هغوی ته اسان وي د کارونو او اخلاقو نه، او هغوی مه مکلف کوه په هغه څه چې د هغوی طبیعتونه (مزاجونه) پرې نه خوشحالیږي، ځکه چې دا شیان دوی متنفره کوي، او حکم کوه په هرې یوې ښایسته خبرې او ښایسته کار، او مخ واړوه د جاهلانو نه، نو د هغوی د جهل په شان رویه ورسره مه کوه، نو چا چې تاته تکلیف درورساوه ته ورته تکلیف مه ورکوه، او چا چې د یو څه نه بند کړې ته هغه د خیر نه مه بندوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 198 راتلونکې الاعراف • آیت 200