Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 200 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 200 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 200
ترجمه:
او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه وغواړه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى الاعراف ۷:۲۰۰
تفسیر:
او که چیرته تا ته معلومه شي -ای پیغمبره- چې یقینا شیطان تاته وسوسه در ورسوله او یایې ته د خیر کار نه وروسته کړې نو پس الله تعالی ته پناه وېسه، او په هغه باندې ځان وسپاره، ځکه چې هغه اوریدونکی دی هغه څه لره چې ته یې وایې، پوهه دی ستا په پناه وړلو، نو خامخا به تا د شیطان څخه ساتي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 199 راتلونکې الاعراف • آیت 201