Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 201 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 201 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ 201
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، نو ناڅاپه دوى لېدونكي وي الاعراف ۷:۲۰۱
تفسیر:
بیشکه هغه کسان چې له الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له منهیاتو نه؛ کله چې ورسیږي دوی ته څه وسوسه د شیطان له طرفه نو دوی ګناه وکړي؛ پس دوی د الله تعالی لويي او نافرمانو ته عذاب او تابعدارانو ته ثواب ورکول رایاد کړي، نو د خپلې ګناه څخه توبه وباسي، او خپل رب ته رجوع وکړي، نو دوی یقینا په دغه وخت کې کلک ودریدلي په حق باندې، او برابر کړی یې دي هغه خطاګانې چې دوی کولی، او د هغو څخه بند شوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 200 راتلونکې الاعراف • آیت 202