بېشكه هغه كسان چې له خپل رب سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او د هغه پاكي بیانوي او خاص هغه ته سجده كوي الاعراف ۷:۲۰۶ ⧉
تفسیر:
بیشکه هغه کسان چې ستا د رب سره دي -ای پیغمبره- دملایکو نه لویي نه کوي د الله پاک له بندګۍ څخه، بلکې هغه ته غاړه ږدي عاجزي کوونکي دي هغه ته نه ستړي کیږي، او دوی د الله تعالی پاکي بیانوي د شپې او د ورځې د هغه څه نه چې د الله سره نه ښایي، او یوازې هغه ته سجدې کوي.