او ته خپل رب سبا او بېګاه په خپل زړه كې یادوه په عاجزۍ او وېرې سره او له اوچت اواز نه ټیټ د خبرو (په انداز) كې او له غافلانو څخه مه كېږه الاعراف ۷:۲۰۵ ⧉
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- الله تعالی لره چې رب ستا دی په عاجزۍ خضوع او ویرې سره، او دعا دې د پورته او ټیټ غږ تر منځه منځمهالي وګرځوه، د ورځې په اوله او اخره برخه کې د دې دواړو وختونو د فضیلت له وجې نه، او ته مه کیږه له هغه چا نه چې د الله تعالی د ذکر نه بې پروا وي.