Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 31 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ 31
ترجمه:
اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) واخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي الاعراف ۷:۳۱
تفسیر:
ای اولاد د ادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د پاکو او ښایسته جامو نه د لمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي د پاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ د درمیانه والي د حدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ د حلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د درمیانه والي د پولو نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 30 راتلونکې الاعراف • آیت 32