Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 32 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 32
ترجمه:
ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي الاعراف ۷:۳۲
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي د لباسونو نه او حراموي پاک د خوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان د خوراکونو او څښاک څخه او داسې نور د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان د مومنانو لپاره دي د دنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې د دوی لپاره وي د قیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، د دې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 31 راتلونکې الاعراف • آیت 33