Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 33 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَنْ تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 33
ترجمه:
ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله هغه (الله) هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ الاعراف ۷:۳۳
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره-! دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي: بیشکه الله تعالی حرام کړي په خپلو بندګانو باندې بد کارونه، او هغه ناکاره ګناهونه دي، ښکاره وي او که پټ وي، او حرام کړي یې دي ټول ګناهونه، او حرام کړی یې دی تیری کول په ظلم سره په خلکو باندې د هغوی په وینو او مالونو او عرضونو، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د الله تعالی سره نور څوک هغه چې ستاسو سره د هغه په شراکت کوم دلیل نه وي، او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دروغ ویل په هغه باندې پغیر د پوهې نه د هغه په نومونو او صفتونو او کارونو او شرع کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 32 راتلونکې الاعراف • آیت 34