او د هر امت لپاره یوه نېټه ده، نو كله چې د دوى نېټه راشي، دوى به نه یوه ګړۍ تاخیر كوي او نه به دوى ړومبى كېږي الاعراف ۷:۳۴ ⧉
تفسیر:
او د هرې ډلې او پیړۍ لپاره وخت او نیټه مقرره ده د هغوی د اجل، نو کله چې راشي نیټه مقرره د دوی؛ نه وروسته کیږي د هغې نه څه وخت اګر که لږ وخت هم وي، او نه د هغې نه مخکې کیږي.