Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 65 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ 65
ترجمه:
او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ! الاعراف ۷:۶۵
تفسیر:
او مونږ لیږلی و عادیانو ته پیغمبر د هغوی له جنس نه، چې هغه هود -علیه السلام- و، ویې ویل: ای زما قومه! بندګي وکړئ یوازې د الله تعالی، نو نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره پرته له الله تعالی نه، آیا تاسو نه ویریږئ د هغه څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه؛ د دې لپاره چې تاسو د هغه له عذاب څخه بچ شئ؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 64 راتلونکې الاعراف • آیت 66