Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 66 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ 66
ترجمه:
د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا په تا ګمان كوو له دروغجنو څخه الاعراف ۷:۶۶
تفسیر:
د قوم لویانو او ملکانو یې چې پر الله کافر شوي و او د هغه پیغمبر یې دروغ ګڼلی و وویل: یقینا مونږ پوهیږو چې ته -ای هوده-! په کم عقلۍ او جزبه کې یې، کله چې ته مونږ یوازې د الله تعالی بندګۍ ته رابلې، او د بتانو د بندګۍ پريښودلو ته مو رابلې، او یقینا مونږ دا کلکه عقیده لرو چې ته دروغ ویوونکی یې، ستا په دې دعوا کې چې ګویا ته رالیږل شوی پیغمبر یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 65 راتلونکې الاعراف • آیت 67