Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 75 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُرْسَلٌ مِنْ رَبِّهِ ۚ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ 75
ترجمه:
د هغه په قوم كې تكبر كوونكو مشرانو هغو كسانو ته وویل چې كمزوري كړى شوي وو، هغه چا ته چې له دوى څخه يې ایمان راوړى و: ایا تاسو پوهېږئ چې بېشكه صالح د خپل رب له جانبه رالېږل شوى (رسول) دى؟ هغو (كمزورو) وویل: بېشكه مونږ په هغه څه ایمان لرونكي یو چې په هغه سره هغه (صالح) رالېږل شوى دى الاعراف ۷:۷۵
تفسیر:
د صالح علیه السلام د قوم هغه مشرانو چې تکبر یې کړی و د هغه د قوم مؤمنانو ته چې کمزوري یې ګڼل وویل: آیا تاسو پوهیږئ -ای مومنانو- چې بیشکه صالح -علیه السلام- د الله تعالی له طرفه په ریښتیا پیغمبر دی؟ نو مومنانو کوم چې کمزوري ګڼل شوی وو جواب ورکړ: بیشکه مونږ په هغه څه چې صالح -علیه السلام- پرې راتګ کړی مونږ ته ریښتیا ګڼوونکي او اقرار کوونکي یو په هغه او غاړه کیښودوونکي یو هغه ته، او د هغه په راوړي دین باندې عمل کوونکي یو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 74 راتلونکې الاعراف • آیت 76