او تاسو هغه وخت یاد كړئ چې هغه (الله) تاسو له عادیانو نه پس خلیفګان (ځاى ناستي، نايبان) جوړ كړئ او تاسو ته يې په ځمكه كې ځاى دركړ، چې تاسو د دې (ځمكې) په نرمو هوارو ځایونو كې هسكې ماڼۍ جوړوئ او تاسو غرونه د كورونو لپاره توږئ (كنئ)، نو تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، چې فسادیان شئ الاعراف ۷:۷۴ ⧉
تفسیر:
او د الله پر تاسې هغه پېرزوينه در په ياد کړئ چې تاسې يې د عاد قوم ځای ناستي وګرځولئ او تاسې يې په خپلو ځمکو کې را کوز کړئ، په هغو خوندونه اخلئ او خپلو موخو ته رسېږئ او دا وروسته د عاد تر تباهۍ، چې هغوی په کفر او درواغ ګڼلو کې له بريده واوښتل، تاسې په نرمو ځمکو کې ماڼۍ جوړوئ او غرونه تراشئ ترڅو د ځانونو لپاره پکې کورونه جوړ کړئ، نو پر تاسې د الله پېرزوينې در په يادې کړئ، چې پرې د الله شکر وباسئ او په ځمکه کې د ورانکارۍ هڅې پرېږدئ او دا پر الله د کفر پرېښودلو او ګناهونو پرېښودلو سره کيږي.