Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 73 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ هَٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 73
ترجمه:
او ثمودیانو ته مو د هغوى ورور صالح (لېږلى و)، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راغلې ده۔، دا د الله اوښه ده ستاسو لپاره، چې نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك كوي او دې ته تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو لره به ډېر دردوونكى عذاب ونیسي الاعراف ۷:۷۳
تفسیر:
او یقینا مونږ لیږلی و ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح -علیه السلام- هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي او بندګۍ ته، صالح -علیه السلام- هغوی ته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو نیشته تاسو لره لایق د بندګۍ پرته له هغه نه چې د عبادت مستحق وي، بیشکه راغلې تاسو ته ښکاره نخښه او معجزه د الله تعالی له طرفه په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی دی، چې هغه اوښه ده چې د ډبرې (تیږې) نه به راوځي، د هغې لپاره به یو وخت (نوبت) وي چې اوبه به څښي، او ستاسو لپاره به د اوبو د څښلو معلومه ورځ وي، نو تاسو پریږدئ دې لره چې خوراک کوي د الله تعالی په ځمکه کې، نو نشته په تاسو باندې د هغې د کار (خدمت) نه هیڅ شي، او تاسو هغې ته هیڅ تکلیف مه رسوئ، که نه در وبه رسیږي تاسو ته دردناکه عذاب هغې ته د ضرر رسولو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 72 راتلونکې الاعراف • آیت 74