Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 96 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 96
ترجمه:
او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې د اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول الاعراف ۷:۹۶
تفسیر:
او که چیرته د دې کلو والا چې مونږ ورته خپل پیغمبران لیږلي وو ایمان راوړي په هغه څه باندې چې رسولانو یې ورته راوړي وو، او د خپل رب څخه ویریدلي وي په پریښودلو د کفر او ګناهونو سره او په عملي کولو د اوامرو د هغه نو خامخا مونږ به پرانیستلی وی په دوی باندې د خیر دروازې د هر طرف نه، خو لیکن دوی په هغه باندې ایمان رانه وړ او نه یې ځان د کفر او ګناهونو څخه بچ کړ، بلکې تکذیب یې کړل هغه څه چې دوی ته د دوی پیغمبرانو راوړي و، نو مونږ راونیول دوی لره په ناڅاپه عذاب سره په سبب د هغو ګناهونو چې دوی کول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 95 راتلونکې الاعراف • آیت 97