بیا مونږ د بدۍ په ځاى خوشحالي په بدل كې وركړه، تر دې چې دوى ډېر شول او ويې ويل: یقینًا زمونږ پلرونو ته (هم) زمونږ په شان تكلیف او خوشحالي رسېدلې وه، نو مونږه دوى ناڅاپه راونیول او دوى شعور نه لاره الاعراف ۷:۹۵ ⧉
تفسیر:
وروسته لدې چې دوی مو په غریبۍ او مرض سره راونیول بیا بیرته مو مال ورکړ، امن او پراخي مو پرې راوسته تر دې چې شمېر یې زیات شو، او مالونه یې هم ډیر شول، او دوی وویل: مونږ ته چې کوم شر او خیر رارسیدلی و دا خو یو پخوانی عادت دی زمونږ نه مخکې زمونږ مشرانو ته هم رسیدلی و، او هغوی دا خبره نه وه کړې چې ګویا کې دوی ته چې کوم عذابونه رسیدلي وو دا د عبرت لپاره وو، او دوی ته چې کوم نعمتونه رسیدلي ګویا کې دا مهلت و دوی لره، نو مونږ راونیول دوی لره په عذاب باندې ناڅاپه حال دا چې دوی په عذاب باندې نه پوهیدل او نه یې د عذاب انتظار کاوه.