Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 94 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 94 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ 94
ترجمه:
او مونږه په هېڅ یو كلي كې هېڅ یو نبي نه و لېږلى مګر دا چې مونږ به د هغه (كلي) اوسېدونكي په سختۍ او تكلیف كې ونیول، د دې لپاره چې دوى (الله ته) زاري وكړي الاعراف ۷:۹۴
تفسیر:
او نه دی لیږلی مونږ په هیڅ یو کلي کې د کلو نه یو پیغمبر د الله تعالی د پیغمبرانو نه، نو تکذیب وکړي د هغه کلي والا او کفر وکړي، مګر رانیولي مونږ دوی لره په غریبۍ، فقر او مرض سره د دې لپاره چې شاید دوی الله تعالی ته غاړه کیږدي او پریږدي دوی هغه کفر او لویي چې دوی پکې دي. او دا ویره ورکول دي قریشو لره او هر هغه چا لره چې کفر او تکذیب یې کړی دی په یادولو د طریقو د الله تعالی د پخوانیو امتونو باره کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 93 راتلونکې الاعراف • آیت 95