Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 93 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ آسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَافِرِينَ 93
ترجمه:
نو دى له هغوى نه وګرځېده او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغامونه درورسول او ستاسو خیرخواهي مې وكړه، نو زه څنګه په كافر قوم باندې افسوس وكړم الاعراف ۷:۹۳
تفسیر:
او مخ واړاوه لدوی څخه شعیب -علیه السلام- کله چې دوی هلاک شول، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما رسولي تاسو ته هغه څه چې زما رب یې ماته؛ تاسو ته په دررسولو امر کړی دی، او تاسو ته مې نصیحت هم کړی لیکن تاسو زما نصیحت قبول نه کړ، او زما ویناوو ته مو غاړه کېنښوده، نو څرنګه زه خپه شم په هلاکت د هغه قوم چې په الله تعالی باندې کفر کوي او په خپل کفر کلک ولاړ هم دي؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 92 راتلونکې الاعراف • آیت 94