Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 92 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 92 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۚ الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ 92
ترجمه:
هغه كسان چې شعیب يې دروغجن ګڼلى و، (داسې هلاك شول) لكه چې دوى په دغو (كورونو) كې بېخي اباد نه وو، هغه كسان چې شعیب يې دورغجن ګڼلى و، هم هغوى تاوانیان وو الاعراف ۷:۹۲
تفسیر:
هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وو ټول هلاک شول، او داسې شول ګویاکې دوی بیخې په خپلو کورونو کې نه وي اوسیدلي او نه یې پکې څه خوندونه اخیستلي وي، هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی و خاص هم دوی تاوانیان شول؛ ځکه چې دوی په تاوان کې واچول خپل ځانونه او هغه څه چې دوی لرل، او د هغه د قوم څخه مومنان خلک تاوانیان نه وو لکه څرنګه چې دې کافرانو دعوا کوله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 91 راتلونکې الاعراف • آیت 93