Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجن — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

الجن • آیت نمبر 8 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاءَ فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا 8
ترجمه:
او دا چې بېشكه مونږ اسمان ته ورسېدو، نو مونږ هغه ومونده چې په ډېرو سختو څوكيدارانو او سوځوونكو شغلو (ستوریو) سره ډك كړى شوى دى الجن ۷۲:۸
تفسیر:
او دا چې د آسمان خبر مو ولټولو؛ نو آسمان مو له پرېښتو څخه پر داسې پياوړو څوکيدارانو ډک وموندی چې هغه يې د هغو خبرو له غلا څخه ساتلو چې موږ يې کوو، او له لمبه کوونکي اوره ډک چې هر هغه څوک پرې وېشتل کيږي چې آسمان ته نېږدې کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجن • آیت 7 راتلونکې الجن • آیت 9