او دا چې یقینًا دوى ګمان كړى و لكه چې تاسو ګمان كړى دى چې الله به هرګز هیڅوك بیا ژوندي راپورته نه كړي الجن ۷۲:۷ ⧉
تفسیر:
اې پېريانو لکه تاسې چې ګومان کړی وو انسانانو هم همداسې ګومان وکړ چې پرته له شکه الله به هيڅکله هيڅوک د هغه له مرګ وروسته بېرته د حساب او بدلې لپاره را پورته نه کړي.