بېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى الإنسان ۷۶:۲۲ ⧉
تفسیر:
او هغوی ته به د هغوی د درناوي په ډول ويل کيږي: پرته له شکه دغه نعمت چې تاسې ته درکړل شو دا ستاسو لپاره ستاسو د نېکو اعمالو بدله ده او عمل مو د الله پر وړاندې منل شوی دی.