د دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي۔ او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي الإنسان ۷۶:۲۱ ⧉
تفسیر:
او د هغوی پر بدنونو به شنې د وياړ جامې وي او هغه به له نازکو ورېښمو او له پېړو ورېښمو څخه وي، او هلته به له سپينو زرو ګاڼې ور اغوستل شوې وي، او الله به له هر ډول خرابۍ پاک شراب پرې وڅښي.