او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى الأنفال ۸:۱۰ ⧉
تفسیر:
او الله تعالی نه وه ګرځولې دا مرسته کول ستاسو سره په ملایکو باندې مګر زیری ستاسو لپاره -ای مومنانو- چې یقینا دا به ستاسو مدد کوونکي وي په مقابل د دښمن ستاسو کې، او د دې لپاره چې په ارام شي زړونه ستاسو داسې چې یقین کوونکي وي په کامیابۍ باندې، او نشته کامیابي په ډیروالي د عدد سره، او په پوره والي د سامان الاتو سره، بلکې کامیابي د الله تعالی له طرفه ده، بیشکه الله تعالی زورور دی په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، د حکمت والا دی په خپله شرعه او تقدیر کې.