Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 9 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ 9
ترجمه:
كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه مدد كوونكى یم له تاسو سره په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي الأنفال ۸:۹
تفسیر:
او یاده کړئ د بدر د غزا ورځ کله چې تاسو له الله تعالی څخه مرسته وغوښته په کامیابۍ سره ستاسو په دښمن باندې، نو الله تعالی ستاسو دعا قبوله کړه داسې چې ستاسو مدد به کوي -ای مومنانو- او مرسته به کوي ستاسو سره په زر پرښتو باندې، پرلپسي به یو بل پسې راتلونکې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 8 راتلونکې الأنفال • آیت 10