Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 12 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ 12
ترجمه:
كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو له دوى نه (هر بند او) ټولې ګوتې ووهئ الأنفال ۸:۱۲
تفسیر:
کله چې ستا رب وحې وکړه -ای پیغمبره- هغو ملایکو ته چې الله تعالی په هغوی سره په بدر کې د مومنانو مرسته کړې وه: بیشکه زه ستاسو سره یم -ای ملایکو- په مرسته او ملاتړ سره، نو تاسو د مومنانو ارادې کلکې کړئ په جنګ کولو د دښمن د هغوی سره، خامخا زر دی زه به د کافرانو په زړونو کې سخته ویره واچوم؛ نو تاسو ووهئ -ای مومنانو- څټونه د کافرانو د دې لپاره چې مړه شي، او د هغوی اندامونه او د بدن غړي ووهئ چې ستاسو سره د جنګ کولو نه کیني.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 11 راتلونکې الأنفال • آیت 13