Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 13 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ وَمَنْ يُشَاقِقِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 13
ترجمه:
دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب وا لا دى الأنفال ۸:۱۳
تفسیر:
دا سزا چې کافرانو ته رسیږي د وژلو او د اندامونو د وهلو نه د دې وجه دا ده چې دوی د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کړی، نو عمل يې ندی کړی په هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی دی، او ندي منع شوي له هغه څه نه چې دوی ترې منعه شوي وو، او څوک چې پدې کې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کوي نو بیشکه الله تعالی د سختې سزا ورکوونکی دی ده لره په دنیا کې په وژلو او بندي کولو سره، او په اخرت کې په اور سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 12 راتلونکې الأنفال • آیت 14