دا (دنيايي سزا ده) نو تاسو دا وڅَكئ او دا چې بېشكه د كافرانو لپاره د اور عذاب دى الأنفال ۸:۱۴ ⧉
تفسیر:
دا ذکر شوی عذاب خو ستاسو لپاره دی -ای خلاف کوونکو د الله تعالی او د هغه د پیغمبر- نو وڅکئ تاسو دې لره چې په تلوار سره درکړی شوی تاسو ته په دنیا کې، او په آخرت کې ستاسو لپاره د اور عذاب دی که چیرته تاسو ستاسو په کفر او ضد کې مړه شوئ.