Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 15 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ 15
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ الأنفال ۸:۱۵
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، کله چې تاسو په جنګ کې د کافرانو سره مخامخ شئ او نږدې یاست یو بل ته نو د هغوی نه ماتې مه خورئ، او خپلې شاګانی هغوی ته د تېښتې په حال کې مه اړوئ، بلکې د هغوی په مخ کې کلک شئ، او د هغوی په مخامخ کیدلو باندې صبر وکړئ، بیشکه الله تعالی ستاسو سره دی په خپلې مرستې او ملاتړ سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 14 راتلونکې الأنفال • آیت 16