او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نویقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى الأنفال ۸:۱۶ ⧉
تفسیر:
او چاچې وګرځوله دوی ته شا خپله د تېښتې په حال کې چې د دوی جنګ ته راګرځیدونکی نه و داسې چې دوی ته دا خپل تښتېدل وښايي خو په اصل کې دا یو چل وي، او دا په دوی باندې حمله کول غواړي، او نه وي یوځای کیدونکی په هغه ځای کې د موجوده مسلمانانو ډلې سره چې مرسته ورڅخه وغواړي؛ نو بیشکه دا راوګرځیده په غضب سره د الله تعالی له طرفه، او د دې مستحق شو، او په آخرت کې د ده ځای د جهنم اور دی، او ډیر بد ځای دی د ورتللو د ده، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د ده.