Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 19 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِنْ تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمُ الْفَتْحُ ۖ وَإِنْ تَنْتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۖ وَإِنْ تَعُودُوا نَعُدْ وَلَنْ تُغْنِيَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ 19
ترجمه:
كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفرته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى الأنفال ۸:۱۹
تفسیر:
که تاسو غواړئ -ای مشرکینو- دا چې الله تعالی خپل عذاب او سزا په ظالمانو او تیري کوونکو باندې راولي نو بیشکه په تاسو يې راوستلی هغه عذاب چې تاسو غوښتلی، نو په تاسو یې داسې قسم عذاب رالیږلی چې سزا وه ستاسو لپاره او عبرت و لپاره د پرهیزګارانو، او که چیرته تاسو بند شئ د دې د غوښتلو نه نو دا به ستاسو لپاره ډیره غوره وي، نو شاید چې هغه تاسو ته مهلت درکړی وي او په تلوار سره یې ستاسو نه غچ نه وي اخیستلی، او که چیرته تاسو راوګرځئ د دې غوښتلو ته او د مسلمانانو سره جنګ کولو ته نو مونږ به راوګرځو په عذاب راوستلو سره په تاسو باندې او کامیابئ د مومنانو ته، او څه فایده به درنه کړي تاسو ته ستاسو ډله او نه ستاسو ملګري او اګر که دا ډیر تعداد او ډیرو تیاریو والا وي سره د کم عدد د مومنانو نه، او بیشکه الله تعالی د مومنانو سره دی په مرسته او تایید سره، او د چا سره چې الله تعالی وي نو په هغه باندې هیڅوک هم نشي کامیابیدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 18 راتلونکې الأنفال • آیت 20