Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 20 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنْتُمْ تَسْمَعُونَ 20
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، په دې حال كې چې تاسو اورئ الأنفال ۸:۲۰
تفسیر:
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر پیروي موکړی، تابعداري وکړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په عملي کولو د هغه د امر او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او تاسو د هغه نه مخ مه اړوئ د هغه د امر په مخالفت سره او د هغه په منهیاتو عمل کولو سره، او حال دا چې تاسو د الله تعالی آیتونه اورئ چې په تاسو لوستل کیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 19 راتلونکې الأنفال • آیت 21