Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 21 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ 21
ترجمه:
او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل) الأنفال ۸:۲۱
تفسیر:
او تاسو مه کیږئ -ای مومنانو- د هغو منافقانو او مشرکانو په څېر چې کله په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي دوی وايې: مونږ اوریدلي په خپلو غوږونو سره هغه چې پر مونږ لوستل کیږي له قرآن کریم څخه، او دوی نه اوري اوریدل د سوچ او پند اخیستلو؛ چې دوی فایده واخلي په هغه څه چې دوی اوریدلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 20 راتلونکې الأنفال • آیت 22