بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر كاڼه خلق دي، ګونګیان دي، هغه چې له عقل نه كار نه اخلي الأنفال ۸:۲۲ ⧉
تفسیر:
بیشکه بدتر د هغه چا نه چې حرکت کوي په مخ د ځمکه باندې د مخلوقاتو نه د الله تعالی په نزد هغه څوک دي چې کاڼه دي هغوی حق نه اوري په اوریدلو د قبولیت سره، ګونګیان دي حق نه وايې، پس نو دوی هغه څوک دي چې د الله تعالی په حکمونو او منهیاتو نه پوهیږي.