Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 34 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ ۚ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 34
ترجمه:
او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، حال دا چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي الأنفال ۸:۳۴
تفسیر:
او څه شی د دوی له عذاب څخه منع کول کوي حال دا چې دوی کړي هغه څه چې دوی د عذاب مستحق شوي د بندولو د دوی خلکو لره د مسجد حرام نه د طواف کولو او د لمونځ کولو نه پدې کې؟ او ندي مشرکان د الله تعالی دوستان، نو ندي دوستان د الله تعالی مګر نیکان خلک هغوی چې ویریږي د هغه نه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د نواهیو د هغه څخه، خو لیکن ډیر مشرکان په دې نه پوهیږي کله چې دوی دعوه کوي چې ګویا کې دوی د دې دوستان دي، او حال دا چې دوی د الله تعالی دوستان نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 33 راتلونکې الأنفال • آیت 35