Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 33 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ 33
ترجمه:
او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي الأنفال ۸:۳۳
تفسیر:
او ندی الله تعالی چې عذاب ورکړي ستا امت ته -برابره خبره ده که چا ستا دعوت منلی او که نه يي دی منلی (مسلمانان دی که کافران)- په داسې یو عذاب سره چې د دوی جرړي وباسي او ته -ای محمده- ژوندی يې د دوی ترمنځ يې، نو ستا شتوالی د دوی تر منځ دوی لره له عذاب څخه ژغورونکي دي، او ندی الله تعالی چې دوی ته عذاب ورکړي او حال دا چې دوی د الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 32 راتلونکې الأنفال • آیت 34