او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه الأنفال ۸:۳۲ ⧉
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مشرکینو وویل: ای الله که چیرته هغه دین چې محمد پرې راتګ کړی حق وي نو ته راووروه په مونږ باندې کاڼي له اسمانه چې مونږ هلاک کړي، او یا مونږ لره سخت عذاب راکړه، دوی دا خبرې د زیات انکار او مخ اړولو له وجې نه کړې وې.