سوره الحدید (وسپنه) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۲۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيَجْعَلْ لَكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 28 ٢٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او د هغه په رسول ایمان راوړئ هغه (الله) به تاسو ته له خپل رحمت نه دوه حصې دركړي او تاسو لپاره به رڼا پیدا كړي چې تاسو به له هغې سره (په پل صراط) ځئ او تاسو به وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۲۸)

تفسیر
اې هغوکسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې درته روا کړي يې دي، د الله د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او د هغه پر رسولانو ايمان راوړئ، تاسو ته به دوه برابره اجر او ثواب درکړي ستاسو له خوا پر محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړلو او پر پخوانيو رسولانو مو د ايمان راوړلو له امله، او داسې رڼايي به درته وګرځوي چې د دنيا په ژوند پرې لارمومئ، او د قيامت په ورځ په پول له هغې رڼا ترلاسه کوئ، او تاسو ته به مو ګناهونه وبښي، او پټ به يې کړي، او نه به مو پرې نيسي، او الله پاک د خپلو بندګانو لپاره بښونکی دی پر هغوی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ