Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 36 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ 36
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلق) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى به جهنم ته ورجمع كولى شي الأنفال ۸:۳۶
تفسیر:
بیشکه هغه کسان چې په الله تعالی يې کفر کړی؛ خرچ کوي مالونو خپلو لره لپاره د بندولو د خلکو د الله تعالی له دین څخه، نو زر دی چې دوی به خرچ کوي دې مالونو لره او حال دا دی چې نه به پوره کیږي دوی لره هغه څه چې دوی يې غواړي، بیا به عاقبت د دوی د مالونو د خرچ کولو افسوس وي؛ د وجې د تللو د مالونو د دوی او د وجې د نه حاصلیدلو د مقصود د دوی، بیا به دوی ناکام کړی شي په کامیابیدلو د مومنانو په دوی باندې، او بیشکه هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې راجمع کیدلی به شي جهنم ته د قیامت په ورځ، نو ورننویستلی به شي جهنم ته؛ همیشه به وي په دې کې همیشه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 35 راتلونکې الأنفال • آیت 37