Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 37 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىٰ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 37
ترجمه:
د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دى الأنفال ۸:۳۷
تفسیر:
بوتللی به شي دا کافران- هغوی چې خرچ کول يې خپل مالونه د الله تعالی له لارې څخه د بندولو لپاره- اور د جهنم ته د دې لپاره چې الله تعالی جلا کړي د کافرانو خبیثه ډله د مومنانو له پاکي ډلې نه، او د دې لپاره چې خبیث خلک او کارونه او مالونه د یو بل دپاسه ډیری کړي، نو بیا به وګرځوي دې لره په اور د جهنم کې، بیشکه خاص هم دغه کسان تاوانیان دي؛ ځکه چې همدوی خپل ځانونه او خپل خاندانونه تاوانیان کړي د قیامت په ورځ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 36 راتلونکې الأنفال • آیت 38