Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 43 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا ۖ وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ 43
ترجمه:
كله چې الله تا ته ستا په خوب كې هغوى ښه لږ ښودل او كه چېرې تا ته يې هغوى ډېر زیات ښودلي وَى، (نو) تاسو به خامخا بې زړه شوي وى او تاسو به په خپل مینځ كې په دې كار كې خامخا جګړه كړې وَى او لېكن الله (ستاسو) ساتنه وكړه، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى الأنفال ۸:۴۳
تفسیر:
یاد کړه-ای پېغمبره- د الله تعالی د نعمتونو څخه په تا او په مومنانو کله چې الله تعالی مشرکین ښودلي وو تاته په خوب کې لږ او بیا دې مومنانو ته د دې خبر ورکړ، هغوي په دې ډیرخوشحاله شول او د هغوی سره یې د جنګ ارادې مضبوطې شوې که الله تعالی مشرکین په خوب کې ډیر درښودلی وای ضرور به ستا د ملګرو ارادې کمزورې شوې وې او د جنګ څخه به بیریدلې وای، لیکن الله تعالی د دې څخه روغ وساتل او د ناکامۍ څخه یې وژغورل پس هغوي یې د رسول-صلی الله علیه وسلم- په سترګو کې لږ وښودل بیشکه الله تعالی پوه دی په هغه څه چې زړونه یې ساتي او په هغه څه چې نفسونه یې پټوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 42 راتلونکې الأنفال • آیت 44