Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 44 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا ۗ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ 44
ترجمه:
او كله چې يې تاسو ته هغوى، ستاسو له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي الأنفال ۸:۴۴
تفسیر:
رایاد کړئ-ای مومنانو-هغه وخت کله چې تاسو له مشرکانو سره مخامخ شوئ نو لږ یې وښودل تاسو ته، او الله زړور کړئ تاسو په حمله کولو پر مشرکینو په وخت د جنګ کې اولږ یې وښودئ تاسو د هغوی په سترګو کې، پس راوړاندې شول هغوی هم ستاسو جنګ ته او پر شا ګرځېدل یې په فکرکې هم نه راتله د دې لپاره چې پوره کړي الله هغه کار چې فیصله یې کړای شوې وه، لپاره دبدلې اخیستلو د مشرکینو څخه په قتلولو او بندیانولو [د مومنانو په لاس] او د نعمت ور کولو لپاره مومنانوته په مدد او غلبې سره په دشمنانو او یو الله ته ورګرځي ټول کارونه، پس بد عمله ته به د هغه د بدۍ سزا ورکړي او نیک عمله ته به د هغه د نیک عمل اجرورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 43 راتلونکې الأنفال • آیت 45