Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 46 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ 46
ترجمه:
او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى الأنفال ۸:۴۶
تفسیر:
په خپلو ویناوو او کړنو او ټولو حالاتو کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پېروي وکړئ، او په خپلو نظریاتو کې اختلاف مه کوئ، ځکه چې اختلاف ستاسو د کمزورتیا او بې زړه توب لامل ګرځي، او ستاسي قوت او ځواک وړي، او دښمن سره د جنګ پر مهال صبر وکړئ بیشکه دالله تعالی مرسته او تایید د صبر کوونکو سره مل دي، او چا سره چې الله مل شو نو له شک پرته هماغه برلاسی او بریالی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 45 راتلونکې الأنفال • آیت 47