Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 47 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ 47
ترجمه:
او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي الأنفال ۸:۴۷
تفسیر:
اومه کیږئ په شان د هغه مشرکینو چې راوتي وو د مکې نه په تکبر او ځان ښودنه کې خلکوته او بندول یې خلک د الله د دین نه او منعه کول یې د داخلیدونه په هغې کې او الله به هغه څه چې دوی یې کوي راګیروونکی دی پټ نه پاتې کیږي په الله باندې هیڅ شی د دوی د عملونو نه اوضرور به بدله ورکړي په هغې باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 46 راتلونکې الأنفال • آیت 48