دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزوكړى وي تر هغه پورې چې هغوى هغه بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى الأنفال ۸:۵۳ ⧉
تفسیر:
د دې سخت عذاب سبب دا و چې بیشکه الله تعالی په یو قوم د یو نعمت پیرزو وکړي د خپل طرف نه، بیرته یې ورڅخه نه اخلي تر څو چې هغه قوم خپل ښه حالت په بد حالت نه وې بدل کړی، ایمان او د الله تعالی دحکمونو تابعداري او د نعمتونو شکر یې په کفر او د الله تعالی په نافرمانۍاو د هغه د نعمتونو په ناشکرۍ نه وي بدل کړی او بیشکه الله تعالی همیشه اوري خبرې دبنده ګانو او همیشه پوه دی د هغوی په کارونو او هیڅ شی د هغوی د خبرو او د کارونو څخه په الله تعالی پټ نه دی.