Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 54 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ ۙ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّ كَانُوا ظَالِمِينَ 54
ترجمه:
لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او (دوى) ټول ظالمان وو الأنفال ۸:۵۴
تفسیر:
شان د دې کافروپه شان د نورو دی چاچې کفر کړی و په الله لکه-فرعونیان-او هغه امتونه چې نسبت د درواغو یې کړی و مخکې د هغوي نه، نسبت ددرواغویې کړی و ایتونو د رب خپل ته پس هلاک کړي وو الله تعالی په سبب د ګناهونو د هغوي او هلاک کړي وو الله تعالی فرعونیان په غرقولو په بحر کې اوټول فرعونیان او پخواني امتونه ظالمان وو په سبب د کفر کولو د هغوی په الله او په سبب د شرک د هغوی د الله تعالی سره نو طلب کړی یې و په دې وجه عذاب د الله پس الله تعالی هم ورباندې واقع کړ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 53 راتلونکې الأنفال • آیت 55