او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژني، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او په تاسو به ظلم نه كېږي الأنفال ۸:۶۰ ⧉
تفسیر:
پوه شئ-ای مومنانو-څومره چې ستاسوتوان وي په تیارولو د کسانو او د اسلحو لکه نښه ویشتل، تیار کړئ دې کافرانوته هغه اسونه چې تاسو بند کړي د الله په لار کې نو بیروئ تاسو په دې سره د الله دښمنان او ستاسو دښمنان د هغه کافرانو څخه چې انتظار کوي په تاسو د بدو حوادثو او بیروئ په دې سره نورکافران چې هغوی تاسو ته نه دي معلوم او نده معلومه تاسو ته دهغوی هغه دښمني چې پټه کړې یې ده تاسو ته په زړونو کې بلکه یو الله پوه دی په هغوی او پوهه دی په هغه څه چې هغوی یې پټوي په خپلو زړونو کې او هغه څه چې تاسو یې خرچه کوئ د څه مال نه که هغه لږ وي او که ډیر وي، د هغې پر ځای الله تعالی تاسو ته نور پریږدي په دنیاکې او درکوي تاسو ته د هغې پوره ثواب په آخرت کې نه نیمګړی، پس تلوار وکړئ مال خرچه کولو ته دالله تعالی په لارکې.