او كه دوى (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى الأنفال ۸:۶۱ ⧉
تفسیر:
که دوی مایل شول صلحې ته او تاسره یې جنګ کول پریښودل، نو ته هم مایل شه-ای پیغمبره-صلحې ته او معاهده ورسره وکړه او په الله تعالی ځان وسپاره او د الله تعالی په ساتنه کلک باور ولره هېڅکله الله تا نه شرموي بیشکه دا الله همیشه دبنده ګانو خبرې اوري او همیشه د هغوی په نیتونو او عملونو پوه دی.