Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 62 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 62 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ ۚ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ 62
ترجمه:
او كه دوى له تا سره د دوكې كولو اراده وكړي، نو بېشكه تا لپاره الله كافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط كړى يې الأنفال ۸:۶۲
تفسیر:
که قصدکړی و هغوی په میلان کولو صلحې ته او په پریښولو د جنګ د دوکه کولوستا-ای پیغمبره-په دې صلحه ددې لپاره چې تیاری ونیسي ستا د جنګ بیشکه الله تعالی پوره دی ستا لپاره د هغوی د مکر او د دوکې په مقابل کې او الله هغه ذات دی چې ته یې مضبوط کړی یې پخپل مدد او مضبوط کړی یې ته په مرسته د مومنانو د مهاجرینو او انصارو نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 61 راتلونکې الأنفال • آیت 63